په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو نن دوشنبه د وږی په ۵ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د مهاجرت نړیوال سازمان مشر ماریا مویتا سره تودیعی لیدنه کري دی.
د دغه وزارت په استازیتوب رشید په افغانستان کې د مېرمن مویتا د کارونو قدرداني وکړه او وې ویل: په هېواد کې له بېځايه شویو او راستنېدونکو سره ستاسو همکاري او مرستې د ستاینې وړ دي.
دمهاجرينو دراستنولو دچارو معين زياته کړه: تاسو په افغانستان کې دخپلو فعاليتونو او کار په کولو سره دنړۍ هيوادونو ته ددغه هيواد ريښتيني انځور څرګند کړ تر څو خلک له واقعيتونو څخه خبر شي ، ددغه وزارت همکاري د مهاجرت نړیوال سازمان سره به تل پایښت ولري.
د مهاجرت د نړیوال سازمان مشرې میرمن ماریا مویتا په افغانستان کې خپله کاري دوره له یادونو ډکه وبلله او ویې ویل: زه له تاسو او د دغه وزارت او اړوندو بنسټونو له پرله پسې همکاریو څخه خوښ یم، هغه کارونه چې د دغه وزارت له خوا راستنیدونکو لپاره ترسره شوي دي، په زړه پوری او ستايني وړ ده.
هغه زياته کړه: د مهاجرت نړيوال سازمان به د مهاجرت له وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
د پیغام پای/
Your Comment