په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان سرپرست حکومت نن یکشنبه د وږی په ۴مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جلال اباد ښار له یو شمېر هټیوالو او سوداګرو سره د لیدنې کري ديږګ.
د جلال اباد ښار د هټيوالو او سوداګرو استازو وويل، چې دولتي مامورينو ته د خلکو لاسرسي پر دولت د خلکو باور زيات شوى او د همکارۍ لامل شوى دى.
دغه راز دوی خپلي ستونزي او وړانديزونه په ليکلي ډول د دولت له سياسي مرستيال ته وړاندي کړل او يادونه يې وکړه چي د جلال اباد ښار هټيوال او سوداګر د اسلامي امارت د اصلاحي پلانونو ملاتړ او همکاري کوي.
مولوي عبدالکبیر وویل: خلک په اسلامي امارت حق لري او دولت هم هڅه کوي چې د اسلامي اصولو په رڼا کې خلکو ته د ژوندانه د غوره اسانتیاو برابرولو او له شته امکاناتو څخه په استفادې لاس پورې کړي.
د سیاسي مرستیال په وینا، د تېرو څو لسیزو بې نظمیو او خپلسري د ښارونو د پراختیا او د ښاري نظم د پلي کېدو مخه نیولې وه، خو اسلامي امارت هڅه کوي چې د ښاري پراختیا ترڅنګ داسې لارې چارې ولټوي، چې د کاروبار خلک یې له ستونزو سره مخ نشي او د حلال روزي په موندلو بوخت وي. سیاسي مرستیال دوکاندارانو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې سيمهييز چارواکي به د دوی له وړاندیزونو سره سم خپلې چارې پرمخ وړي او اسلامي امارت به هڅه وکړي، چې د کاروبار خلک له زیان سره مخ نه شي.
د پیغام پای/
Your Comment