د حج او اوقافو سرپرست وزیر د یووالي او د نړۍ د مسلمانانو د ستونزو د حل لپاره هڅې اړینې وبللې

کابل – ایرنا – د افغانستان د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د مسلمانانو د یووالي او د نړۍ د مسلمانانو د ستونزو د هواري لپاره د هڅو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکو نن یکشنبه د وږی په ۴ مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور محمد ثاقب د ترکیې د دیني چارو له مرستیال سلیم ارګون سره په کتنه کې دغه څرګندونې کړي دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وویل: ترکیې ته د لوړ پوړو علماوو او چارواکو راتګ د افغانستان له اسلامي امارت سره د نږدې او دوامداره اړیکو ښودنه کوي.

مولوي ثاقب همداشان ترکیې ته د خپل وروستي سفر یادونه وکړه او ویې ویل: د اسلامي نړۍ د هیوادونو په منځ کې د ترکیې رول او ارزښت خورا مهم دی او ښکاره بیلګه یې د اسلامي نړۍ د عالمانو د مشورتي کنفرانس د استانبول په ښار کې وه.

هغه له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د مسلمانانو د يووالي او د ستونزو د هواري په برخه کې ګډې هڅې وکړي.

د ترکیې د دیني چارو مرستیال په افغانستان کې د اسلامي امارت د وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: دواړه دوست او اسلامي هېوادونه په ديني، کلتوري او مذهبي چارو کې ډېر مشترکات لري او د دغو اړيکو د لا پياوړتيا او پراختيا لپاره بايد د دواړو هېوادونو استازي د پخوا په پرتله زياتې دوستانه اړيکې او ناستې ولري. هغه زیاته کړه: د ترکیې په شمول ټول اسلامی هیوادونه باید له اسلامی امارت سره په مختلفو برخو کښې خپلو همکاریو ته دوام ورکړی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .