په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن پنجشنبه د چنکاښ په ۲۷مه، په یوه خبرپاڼه کې د دغه وزارت له سرپرست ملا هدایت الله بدری سره په کابل کې د MJAM د قراردادی شرکت له مشر سونګ وین بینګ سره د لیدنې خبر ورکړی.
په دې کتنه کې سونګ په نږدې راتلونکي کې د مس عینک د عملي کار د پيل په اړه د جوړې شوې کړنلارې په اړه معلومات ورکړل. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دې پروژې د ژر پیل غوښتنه وکړه او د عینک د مسو پروژې د عملي پیل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د پیغام پای/
Your Comment