AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۹ ۱۲:۵۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85542494
T T
۰ Persons

Tags

صهیونیسټي پارلمان د فلسطیني دولت له جوړولو سره مخالفت وکړ

کابل – ایرنا – د صهیونیسټي رژیم ولسي جرګې یو ځل بیا د یوه خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو سره مخالفت وکړ.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، نن پنجشنبه د چنکاښ په ۲۸مه د صهیونیسټي پارلمان غړو د رایو په اکثریت سره د فلسطیني دولت د جوړولو د طرحې خلاف رایه ورکړه.

صهیونیسټي پارلمان د فلسطین ضد دغه طرحه د اتحاد ګوند د مشر «بنی گانتس» په ګډون د پارلمان د ۶۸ غړو په مقابل کښې په ۹ مخالفو رایو سره تصویب کړه.

د واکمن ائتلاف ګوندونو له دغه پلان څخه ملاتړ وکړ، خو د «یائز لاپید» په مشرۍ د «یش عتید» ګوند غړو د دغه پلان له ملاتړ څخه د انکار له امله د رای ورکولو غونډه پرېښوده. د دغه راپور له مخې په دغه پلان کښې د فلسطین د دولت له جوړیدو سره سخت مخالفت شوی او دغه اقدام د صهیونیسټ رژیم لپاره یو وجودی ګواښ ګڼل شوی دی. تر دې مخکې، کنست یو پریکړه لیک تصویب کړی و چې په یو اړخیزه توګه د فلسطیني دولت جوړول یې رد کړي وو. 

خو د سلوانیا ۱۵ کسیز پارلمان د رایو په اکثریت سره د فلسطین خپلواکه دولت په رسمیت وپېژاند او د هسپانیا، ناروې او ایرلنډ له هغو هېوادونو سره یو ځای شول چې پخوا یې د فلسطیني دولت د جوړولو مفکوره په رسمیت پېژندلې وه.

تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال «دیمیتری پولیانسکی» اعلان کړی و چې په منځني ختیځ کې د سولې د ټینګښت لپاره د فلسطین د خپلواک دولت جوړول یو اړین شرط دی. هغه وویل: مسکو د نړۍ له ټولو هېوادونو غواړي چې په ملګرو ملتونو کې د دایمي غړیتوب لپاره د فلسطین د غوښتنې ملاتړ وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .