په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو نن چهارشنبه د چنګاښ د میاشتې په ۲۷ مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې رئيس مولوي حسيب الله احمدي او د دې ادارې يو شمېر رييسان او مديران په يوه رسمي سفر دوست هېواد چين ته ولاړل.
خبرځاى زياته کړه: دغه هيئت به په چين کې په يوه علمي سيمينار کې ګډون وکړي.
په دغه پلاوي کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئيس مولوي حسيب الله احمدي، د کشف رئيس محمد عبدالله، د همغږۍ رئيس مولوي شمس الله رشاد او يو شمېر مديران او آمرین شامل دي.
د پیغام پای/
Your Comment