AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۸ ۱۱:۲۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85541791
T T
۰ Persons

Tags

پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مرستیال احضار کړ

کابل- ایرنا- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان د سفارت مرستیال احضار کړی دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت چارواکو نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۷مه په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې د خيبر پښتونخوا ايالت په بنو سيمه کې يې پر پوځي اډې د بريد په غبرګون کې د افغانستان د سفارت مرستيال احضار کړ او په اسلام‌اباد کې مېشتو او د افغانستان د سفارت مرستیال ته یې د دغه برید پر وړاندې سخت اعتراض کړی دی.

د دوشنبې په ورځ په بنو سیمه کې د پاکستان د پوځ پر یوه مرکز برید وشو چې په ترڅ کې یې د دغه هېواد د پوځ اته سرتېري ووژل شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي: دا برید د «حافظ ګل بهادر» ډلې له خوا چې په افغانستان کې میشته ده، ترسره شوی دی.

وزارت زیاته کړه چې د حافظ ګل بهادر ډله د تحریک افغان طالبان پاکستان (TTP) سره یوځای په پاکستان کې دننه په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې د سلګونو ملکي وګړو او امنیتي چارواکو د وژنې مسووله ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .