په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي نن یکشنبه د چنګاښ میاشتې په ۲۴ مه د ایران د جمهور رئیس له ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هیواد د سفیر حسن کاظمي قمی سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا او د سیمې په اوسنیو حالاتو خبرې وکړې.
د افغانستان پخواني ولسمشر په ایران کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په بریالي ترسره کیدو خوښي څرګنده کړه.
کرزي د افغان ځوانانو، نجونو او هلکانو لپاره د زده کړې پر اهمیت ټینګار وکړ او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره یې ملي تفاهم اړین وباله.
د پیغام پای/
Your Comment