AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۵ ۱۳:۰۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85539449
T T
۰ Persons

Tags

د کابل او توکیو چارواکو د اقتصادي همکاریو پر ښه کولو خبرې وکړې

کابل – ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست او په کابل کې میشت د جاپان سفیر د اقتصادي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت چارواکو نن یکشنبه د چنګاښ په ۲۴ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره وکتل.

دواړو خواوو د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د پراختیا، د بشري مرستو د دوام او پراختیا په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د جاپان سفیر د دغه هیواد له‌ خوا د ١٠ میلیونو ډالرو مالی مرستي د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د کوکنارو د کرکیلې د بدیل پروژو د پلي کولو، د بزګرانو د ملاتړ، د نشه یي توکو د کارونې د مخنیوي، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د خدمتونو د وړاندې کولو او د بیارغونې او بیا پیوستون خدماتو په بدخشان، کندهار او هلمند ولایتونو کې د ډیرو زیان منونکو ټولنو لپاره خبرې وکړې.

د اقتصاد وزارت سرپرست د کوکنارو د بدیل معیشت د پروګرامونو د تطبیق، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او د معتادینو د درملنې په برخه کې د جاپان د حکومت د ۱۰ میلیونو ډالرو مرستې قدرداني وکړه او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د هغوی د ملاتړ لپاره یې د پراختیايي پروژو پلي کول مهم وګڼل.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .