په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن سې شنبه د چنګاښ په ۲۳مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدری په کابل کې د ۷۷ ترکۍ کمپنۍ له مشر براق انسال سره وکتل.
انسال د یتیم طاق سمنټو پروژې په اړه خبرې وکړې او په اړونده برخه کې یې د برېښنا رسولو په برخه کې ډاډ ورکړ. د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د ملي او نړیوالو پانګوالو د هڅونې او جلبولو په موخه موږ قانوني همکارۍ او د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو ته چمتو یو.
د پیغام پای/
Your Comment