AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۷ ۲۱:۲۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85532704
T T
۰ Persons

Tags

مولوي عبدالکبیر: موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د اسلامي نظام پر ضد مخالفت او بغاوت وکړي

کابل – ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ویلي: هیچا ته به اجازه ورنکړو چې د اسلامي نظام پر ضد مخالفت او بغاوت وکړي.

کابل-ایرنا- ارگ نن یکشنبه د سرطان په ۱۷مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې له یو شمېر قومي مشرانو، علماوو او د بېلابېلو ادارو له مسوولینو سره وکتل.

په دې ناسته کې قومي مشرانو، علماوو او مسؤلینو وویل چې د اسلامي امارت له تګلارې څخه راضي دي، په هېواد کې امنیت تامین شوی، په ګڼو سیمو کې اقتصادي او زیربنایي پروژې پیل شوي او هېوادوال په اتفاق او اتحاد کې ژوند کوي.

مشرانو او مخورو زیاته کړه چې خلکو د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره قربانۍ ورکړي او د دغه نظام د ټینګښت لپاره لا زیاتې قربانۍ ته چمتو دي.

دوی په بېلابېلو برخو کې خپل نظریات او مشورې له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې، هغوی وویل چې له نظامي او سیاسي بریا وروسته په اقتصادي او علمي برخو کې خپلواکي او د افغانستان د خودکفا کېدو اړتیا ده.

د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال وویل: افغانستان او اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان په دې اړه د نظر او مشورې حق لري. 

مولوي عبدالکبیر په ډاګه کړه، چې د افغانانو مبارزه د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره وه او نن الحمدلله اسلامي نظام حاکم دی، له دې وروسته به افغانان او اسلامي امارت هیچا ته اجازه ورنکړي چې د نظام پر وړاندې مخالفت او بغاوت وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .