AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۷ ۲۰:۳۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85532685
T T
۰ Persons

Tags

۶۸ سلنه صهیونیسټان د غزې د جګړې د ګټلو هیله نه لري

کابل – ایرنا- د صهیونیسټ رژیم ۱۲ چینل یوه سروې خپره کړه چې پکی کابو ۷۰ فیصده صهیونیسټان ټینګار وکړ چې د غزې په جنګ کښې د بریالیتوب هیڅ هیله نه لری او په سلو کښې ۶۸ یې هم د دغه جنګ په مدیریت کښې د نتانیاهو مدیریت ډیر خراب بللی دی. 

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د غزې له جګړې ۹ میاشتې وروسته، صهیونیسټي چینل ۱۲ د سرطان په ۱۶مه د صهیونیسټانو په منځ کې یوه سروې خپره کړه چې له مخې یې نږدې ۷۰ سلنه په دې باور دي چې د اسرائیلو د اوسنۍ کابینې له خوا د غزې د جګړې مدیریت «بد» دی.

د دغې شبکې په وینا اکثره صهیونیسټان د اسرائیلو د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د جنګ مدیریت، ناسمه ارزونه لری او یوازې 28٪ په دې باور دي چې هغه دا جګړه ښه اداره کړې.

د سروې له مخې، په سلو کې 46 برخه اخیستونکو ویلي چې جګړه د اسراییلو د جګړې د وزیر یوآو ګالانت لخوا په کمزوري توګه اداره شوې وه.

د دې په اړه چې آیا اسراییل په جګړه کې مطلق بریا ته نږدې دی، 68 سلنه ویلي چې د صهیونیسټانو بریا «امکان نلري»، 23 سلنه ویلي چې نږدې دی، او 7 سلنه نظر نه لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .