AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۴ ۲۲:۲۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85529215
T T
۰ Persons

Tags

د ایران د ولسمشری سرپرست د روسیې له ولسمشر سره وکتل

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشری سرپرست د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر سره وکتل.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشری سرپرست محمد مخبر نن د سرطان د میاشتې په څوارلسمه نیټه د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتنه او خبرې اترې کري دی.

د شانګهای د همکاریو سازمان ۲۴مه سرمشریزه غونډه نن د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې جوړه شوه.

په دې کتنه کې مخبر د دغه سازمان په کچه د ګډو ازادو زونونو د شبکې د جوړولو او د ترجیحي او ازادې سوداګرۍ د تړونونو په څېر د اقتصادي تړونونو د رامنځته کولو وړاندیز وکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .