AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۲ ۲۰:۵۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85527194
T T
۰ Persons

Tags

ایران د سیمې په نوښتونو کې د بهرنیو د مداخلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړ

کابل- ایرنا- کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي او د سفارت سرپرست د سیمې په نوښتونو کې د بهرنیو د مداخلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي او د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي نن سه شنبې د چنګاښ ۱۲ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د دوحې درېیمې دوه ورځنۍ ناستې په څنډو کې مو د بېلا بېلو هېوادونو لکه د هالنډ، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، ناروې، سوییس، آلمان، ترکمنستان، اروپايي ټولنې د استازو او افغانستان د پلاوي په غوښتنه ګټورې خبرې درلودې.

قمي زیاته کړه: د ګډو اندېښنو روښانه کول، د تخصصي کمېټو جوړول، له بحران څخه د وتلو د لارو چارو لټول او په افغانستان کې د ثبات او امنیت د رامنځته کولو لپاره د اقداماتو ارزونه د دغو غونډو او مشورو له مهمو محورونو څخه وو.

 په کابل کې د ایران اسلامی جمهوریت د سفارت سرپرست ټینګار وکړ، چې تهران د یو سیمه ایز او ګاونډی قدرت په توګه چې د دغه هېواد له څو کلنو کړکېچونو څخه یې ترټولو زیاتې اغېزې لیدلې دي، د افغانستان په هکله رغنده چلند لري.

دغه ایراني ډیپلوماټ د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د سیمه ییزو نوښتونو په اړه د بهرنیو مداخلو د تازه پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د سرپرست دولت د پلاوی ویاند او مشر ذبیح الله مجاهد هم وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او د هغه له همکارانو سره مو ډېره ښه کتنه درلوده.

مجاهد زياته کړه: په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا، پراختيا او اسانتيا په اړه خبرې وشوې او په ټوليزه توګه سيمه ييزې اړيکې او همکارۍ مهمې وبلل شوې.

د پیغام پای/

۰ Persons

Your Comment

You are replying to: .