AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۲ ۱۵:۲۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85527098
T T
۰ Persons

Tags

ایران د لبنان د حزب الله پرضد د پراخې جګړې د پایلو په اړه خبرداری ورکړی

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي انقلاب د ستر مشر سلاکار له فایننشال ټایمز ورځپاڼې سره مرکه کې خبرداری ورکړی، چې که صهیونیستي رژيم د لبنان د حزب الله پر وړاندې پرخه جګړه پیل کړي، د منځني ختیځ سیمه به له یوې جګړې سره مخ شي چې په هغې کې به تهران او د مقاومت محور په ټولو توکو سره له دغه ډلو ملاتړ وکړي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې فایننشال ټایمز نن سه شنبې د چنګاښ ۱۲ مه د سید کمال خرازی له قوله لیکلي چې ایران اسلامي جمهوریت سیمه ییزې جګړې ته لېوالتیا نه لري.

هغه له امریکا وغوښتل چې د جګړې د پراخېدو او زیاتېدو د مخنیوي لپاره پر اسرائیلو فشار راوړي.

د دغه انګلیسي ورځپاڼې د لیکنې له مخې خرازی د دغه پوښتنې په ځواب کې چې د پراخې جګړې په صورت کې به ایران د حزب الله څخه نظامي ملاتړ وکړي و ویل: د لبنان ټول خلک، عربي هېوادونه او د مقاومت د محور غړي به د اسرائیلو پر وړاندې د لبنان ملاتړ وکړي.

د بهرنیو اړیکو د شورا لارښود زیاته کړه: په سیمه کې ټولو هېوادونو ته د جګړې د پراختیا چې له هغې ډلې ایران هم ښايي په کې ښکېل شي ښايي وي او په داسې حالاتو کې د حزب الله له ملاتړ او اکمال پرته بله لار نه لرو.

هغه زیاته کړه: د جګړې پراختیا د هېچا په ګټه نه ده، نه د ایران او نه هم د امریکا.

د پيغام پای/

Your Comment

You are replying to: .