AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۲ ۱۰:۱۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85526629
T T
۰ Persons

Tags

د اقتصاد وزارت مسلکي معین: د یوه غښتلي افغانستان په لور په حرکت کې یو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وايي، د دوحې ناستې لاس ته راوړنې ښيي، چې موږ د یوه غښتلي افغانستان په لور په حرکت کې یو.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال لطیف نظري نن سه شنبې د چنګاښ ۱۲ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د دوحې ناسته له ځینو ستونزو سره سره، خو د اسلامي امارت او افغانستان لپاره بریالۍ وه.

د نظري په وینا، د نړیوالې ټولنې له خوا له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا او پر اقتصادي همکاریو ټینګار، د بندیزونو لرې کول او د افغانانو د شتمنیو خلاصول تر ټولو مهم پرمختګ او لاسته راوړنه وه او موږ د پیاوړي افغانستان په لور روان یو.

د ایرنا د راپور له مخې د افغانستان په اړه د دوحې دوه ورځنۍ غونډه پرون د هېوادونو له خوا د افغان پلاوي د مهمو غوښتنو په منلو سره پای ته ورسېده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .