افغان- ترانس پروژه کې دخیل هېوادونو د دغه پروژې د ژر پیلېدو غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند او د پلاوي مشر وايي، افغان- ترانس پروژه کې دخیل هېوادونو د دغه پروژې د ژر پیلېدو غوښتنه وکړه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند او د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد نن سه شنبې د چنګاښ ۱۲ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د افغانستان، ازبیکستان، پاکستان او قطر تر منځ څلور اړخیزه غونډه دوحه کې جوړه شوه.

مجاهد زياته کړه: په دې کتنه کې د افغان ټرانس پروژې چې له ازبیکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ غځونې، خبرې وشوې.

د افغانستان د سرپرست دولت وياند او د پلاوي ریيس وويل: ټولو خواوو د افغان ترانزيټ پروژې د ژر پيل او بشپړېدو غوښتنه وکړه.

د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان ترانس ریل پټلۍ د منځنۍ اسیا په سیمه کې یوه نوې پروژه ده چې د افغانستان له لارې پاکستان له ازبکستان سره نښلوي. د اورګاډي دغه لار د سیمې بازار له لوېدیځو او ختیځو هېوادونو سره نښلوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .