AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۲ ۱۰:۱۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85526569
T T
۰ Persons

Tags

د دوحې درېیمه ناسته د سرپرست دولت د دوه وړاندیزو په منلو سره پای ته ورسېده

کابل- ایرنا- د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته ګډونوالو هېوادونو ته د افغانستان د سرپرست دولت وړاندیزونه په رسولو سره پای ته ورسېده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند او د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد دوشنبې ماښام د چنګاښ۱۱ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د دوحې ناسته پای ته ورسېده.

مجاهد لیکلي: د افغانستان پیغامونه ټولو ګډونوالو هېوادونو ته ورسول شول چې افغانستان خصوصي سکتور، نشه يي توکو سره د مبارزې او د کوکنارو د بدیل کښت برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري.

د مجاهد په وینا د نشه يي توکو سره د سرپرست دولت مبارزې ګډنوال خوښ کړل او د نشه يي توکو سره د مبارزې برخه کې یې د هغوی معلومات زیات کړل.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .