د امریکا په ماتې سره افغانان خپلو اهدافو ته ورسېدل

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وايي، د افغانانو آرمانونو د اسلامي امارت په زیاتو قربانیو تر لاسه شول.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دوشنبې د چنګاښ ۱۱ مه د مجاهدینو د حکومت د اوبو او برېښنا وزیر سید محمد ایوب په مشرۍ له یو شمېر پخوانیو جهادي قوماندانو سره ولیدل.

دغه قوماندانو د اسلامي امارت او افغانانو پر مټ د امریکا او لوېدیځ ماتول یوه تاریخي او ارزښمنه پېښه وبلله.

هغوی د اسلامي امارت له خوا د بیارغونې فعالیتونو د پیل ستاینه وکړه او اسلامي امارت ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

مولوي عبدالکبیر و ویل: اسلامي امارت له شوروي یرغلګرو سره د مجاهدینو جهاد او قربانیو ته په درنه سترګه ګوري.

هغه زیاته کړه: د افغان ولس ارمانونه چې د شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد له بریا وروسته پوره نه شول، د اسلامي امارت د بې شمېره قربانیو په پایله کې ترلاسه شول او افغانانو خپل هغه اهداف ترلاسه کړل، چې د اشغال پای او د اسلامي نظام حاکمیت وو.

د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وویل: اسلامي امارت د ملي اقتصاد احیا او د زیربناوو جوړول خپل لومړیتوب ګڼي او هڅه کوي چې د افغانانو غوښتنو ته پر وخت ځواب ووایي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .