AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۰ ۱۸:۴۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85525133
T T
۰ Persons

Tags

د هېواد ارزي عاید د سږ کال په پسرلي کې ۴ میلیارده ډالر زیاتوالی کړی

کابل- ایرنا- د ایران مرکزي بانک د تېر کال په پرتله د سږ ۱۴۰۳ کال په پسرلي کې د هېواد ارزي عایدو د ۴ میلیارده ډالرو زیاتوالي خبر ورکړی او اعلان یې کړی، چې د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د هېواد ارزي عاید ۲۵.۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي جمهوریت مرکزي بانک نن یکشنبې د چنګاښ ۱۰ مه اعلان کړی دی، چې سوداګریزې راکړې ورښيي ښيي، چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې تیلي او غیر تېلي صادرات ۲۵.۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال د ۲۱.۵ میلیارد ډالرو په صادراتو سره دا د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۱۸.۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د مرکزي بانک د راپور پر بنسټ، د روان کال په لومړۍ ربع کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د دغه هېواد سوداګريز توازن له ۷.۴ مليارډو امريکايي ډالرو څخه ۵۱.۳ سلنه زيات شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې مرکزي بانک هم د روان کال له پیل څخه د چنګاښ د میاشتې تر اتمې نیټې پورې د لومړنیو توکو، درملو او سوداګریزو توکو د واردولو لپاره ۱۷ ملیارده او ۴۱۷ میلیونه ډالره بهرني اسعار ورکړي، چې له دې جملې څخه ۳ میلیارده ډالر او ۹۷۵ ملیون ډالره بهرني اسعار د لومړنيو توکو او درملو برخه وه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .