اسلامي امارت د افغانستان د ټولو خلکو په استازيتوب د ستونزو د حل او تفاهم لپاره د دوحې ناسته کې ګډون کوي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې اسلامي امارت د افغانستان د ټولو خلکو په استازيتوب د ستونزو د حل او تفاهم لپاره د دوحې ناسته کې ګډون کوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبې د چنګاښ ۹ مه کابل کې په یوه خبري ناسته کې د دوحې د درېیمې ناستې په اړه و ویل، چې اسلامي امارت به د دوحې ناسته کې ګډونوال له افغانستان سره تعامل ته وبولي.

دغه راز مجاهد د دوحې ناسته کې د ښځو د حضور سره د مخالفت په اړه زیاته کړه، چې دا مخالفت د افغانستان د موضوع د یووالي په موخه شوی او نوره انګیزه نه لري.

ذبیح الله مجاهد په دې بیان سره چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه کې به تر ډېره په سوداګرۍ، اقتصادي موضوعاتو، بندیزونو، اسلامي امارت په لاس ته راوڼو او د نشه يي توکو سره پر مبارزې تمرکز وشي زیاته کړه: که اقتصادي ستونزې حل شي نو ټولو مشکلات به حل شي.

مجاهد د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت شرطونه د افغانستان د یووالي په مانا وبلل او زیاته یې کړه: داخلي مسایل په هېواد پورې اړه لري او په دې غونډه کې به پرې بحث نه کېږي.

ده همداراز څرګنده کړه: د ملګرو ملتو په نوښت د دوحې په دریمه غونډه کې زموږ ګډون د هیڅ لوري دښمني نه ده، بلکې له ټولو لوريو سره تعامل دی، چې باید درک او ترې ښه استفاده وشي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .