AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۹ ۱۲:۲۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85523761
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان د ستونزو حل کې به خپل رول ته دوام ورکړو

کابل- ایرنا- د چین ولسمشر وايي، د افغانستان د ستونزو او مسایلو په حل کې به خپل رغنده رول ته دوام ورکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د چین ولسمشر شي جین پینګ جممعه د چنګاښ ۸ مه د سوله ییز ژوند اویاومه ناسته کې په بېجنګ کې و ویل: هېواد یې د اوکراین د ناورین، فلسطین او اسرائیلو د جګړې، د جنوبي کوریا اړونده مسایلو، ایران، میانمار او افغانستان په اړه خپل رغنده رول لري او د چین د قدرت زیاتوالی د نړۍ د سولې امکان زیاتوي.

د چین ولسمشر و ویل: چین به د افغانستان اړوند مسایلو برخه کې خپل رغنده رول ته دوام ورکړي.

د افغانستان سرپرست دولت د چین د ولسمشر د دغه څرګندونو هرکلی کړی دی.

د افغانستان د سرپرست دولتویاند ذبیح الله مجاهد د چین د ولسمشر دغو خبرو ته په غبرګون کې وویل: افغانستان هم له چین سره د یو ګاونډی او په سیمه کې د یو مهم اقتصادي هېواد په توګه د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د ثبات د ټینګښت لپاره پکار دی او په افغانستان کې د سولې لپاره د دواړو هېوادونو اړیکې ډېرې مهمې دي او موږ د باور او اړیکو د جوړولو لپاره په ښه حالت کې یو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .