AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۹ ۱۲:۲۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85523753
T T
۰ Persons

Tags

چا ته اجازه نه ورکوو چې افغانستان ته زیان ورسوي

کابل- ایرنا- قطر کې د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي دفتر رییس وايي، هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاورې ته زیان ورسوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ قطر کې د افغانستان د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین جمعه شپه د چنګاښ ۸ مه د پاکستان دفاع وزیر د دغه څرګندونو په غبرګو کې چې کېدای شي افغان خاوره کې بریدونه وکړي ویلي: هېچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ هېواد ته زیان ورسوي.

هغه څرګنده کړې: موږ نه چا ته زیان رسوو او نه هم نورو ته اجازه ورکوو چې موږ ته زیان ورسوي، نه دې چا په چارو کې لاسوهنه کو، دا زموږ کړنلاره ده، او هغه جنجالیان چې غواړي زموږ پر دې ویاړلې خاوره سرتګې راوباسي باید د یرغلګرو تاریخ ښه مطالعه کړي او پر عواقبو یې فکر وکړي.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف په دې وروستیو کې یو ځل بیا ویلي، پاکستان په پام کې لري، چې پاکستاني طالبان د افغانستان په خاوره کې په نښه کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر دغه ادعا پر داسې مهال مطرح کېږي، چې د افغانستان د سرپرست دولت چارواکو په وار وار افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو د شتون خبره رد کړې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .