ټاکنې د یران د خلکو لپاره خوشحالونکې دي/ د ایران اسلامي جمهوریت عزت او ثبات د خلکو په حضور کې دی

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي انقلاب ستر مشر وايي، اسلامي نظام کې د خلکو حضور اساسي شرط دی پر دې اساس د دغه نظام، دوام، ثبات او عزت په ټاکنو کې د خلکو په ګډون پورې اړه لري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي انقلاب ستر مشر حضرت آیت الله سید علي خامنه اي جمعه د چنګاښ ۸ مه سهار د رایې اچونې په صندوق کې د رایې په اچولو سره و ویل: د ټاکنو ورځو زموږ ایرانیانو لپاره د خوښۍ او خوشحالۍ ورځ ده په ځانګړې توګه هغه مهال چې ټاکنې د ولسمشر د ټاکلو لپاره ده چې څو کاله د هېواد راتلونکې د خلکو په انتخاب سره ټاکل کېږي.

نوموړي ټینګار وکړ: د اسلامي جمهوري ایران کلمه له دې حاکي ده، چې په دې نظام کې د خلکو حضور اساسي شرط ګڼل شوی، نو ځکه په نړۍ کې د ایران اسلامي جمهوریت، عزت، ابرو، دوام او ثبات د خلکو په حضور پورې اړه لري.

د ایران اسلامي انقلاب مشر زیاته کړه: زه توصیه کوم چې د ایران دران خلک دې د رایې ورکولو او په دغه مهم سیاسي ازمون کې خپل حضور جدي ونیسي او ګډون دې وکړي، دا چې ځینې وايي، دا مردود دي، زه یې د مردودیت لپاره شک نه وینم.

حضرت ایت الله خامنه اي څرګنده کړه: ټاکنې اسانه کار دی، چې مهمې پایلې لري، نو ولې اسنان چې د یوه کار لپاره چې لګښت نه لري، رحمت نه لري، وخت نه نیسي، فشار نه لري، خو ګټې ډېرې لري شک ولري؟ خلک دې شک نه کوي په ځانګړې توګه د هغه ټکي په اړه چې ما ورته نغوته وکړه، دا چې د ایران ثبات د خلکو په ګډون کې دی.

د ایران اسلامي انقلاب ستر مشر وویل: د اسلامي جمهوریت د نظام د صداقت او رښتینولۍ د ثابتولو لپاره د خلکو شتون اړین او ضروري دی.

هغه هیله څرګنده کړه چې خدای تعالی د دغه هېواد لپاره تر ټولو غوره او ګټور انتخاب غوره کړي او راتلونکي کالونه به د ښو او نیکمرغیو کال وي او د ایران خلک به له خپل انتخاب څخه راضي وي.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران اسلامي جمهوریت د څوارلسمې دورې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره رای اچونه د جمعې په ورځ د چنګاښ مه په دغه هېواد او نورو هېوادونو کې د سهار په اته نیمو بجو پیل شوه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .