د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې تر سره شول

کابل- ایرنا- کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت مسوولین وايي، د ولسمشرۍ ټاکنې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې پیل او تر سره شول

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د جمعې چنګاښ ۸ مه سهار اته بجې د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې د افغانستان په پنځو ولایتونو(کابل، کندهار، هرات، مزارشریف او ننګرهار) کې د ایراني وګړو د رایو تر لاسه کولو په موخه پیل تر سره شوې.

کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال غلام رضا نجاري په دې اړه ایرنا خبري آژانس ته و ویل: په ایران اسلامي جمهوریت کې د ولسمشرۍ ټاکنو له پیل سره سم موږ هم په افغانستان کې د ایراني وګړو لپاره د ټاکنو تر سره کېدو لپاره اقدام وکړ.

نجاري څرګنده کړه: د رایو صندوقونه پر کابل سربېره د افغانستان په نورو ولایتونو کندهار، هرات، مزارشریف او ننګرهار کې هم د ایراني وګړو د رایو تر لاسه کولو په موخه اېښودل شوي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال په دې بیان سره چې په افغانستان کې د مېشتو ایراني وګړو کره شمېره په ذهن کې نه لري و ویل: د ایران زیاتره وګړي په هرات ولایت کې دی او له هغې وروسته فکر کو کابل کې له ۱۰۰ زیات ایراني وګړي حضور لري.

نجاري زیاته کړه: په کابل کې مېشت اکثره ایراني وګړي د خپل راتلونکي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه اچونه وکړه او موږ هیله لرو چې د ټاکلي نیټې تر پایه (د مازدیګر شپږ بجې) ټاکنو ته حاضر شي.

په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال وویل: موږ لا دمخه د سایبر سپیس او د سفارت د رسمي ویب پاڼې له لارې خبر ورکړی او هیله لرو چې په افغانستان کې مېشت ایراني اتباع د دغه هېواد په بیلابیلو ښارونو کې رایه ورکړي.

هغه وويل: د قانون له مخې د رايې ورکولو موده لس ساعته ده (د سهار له اتو بجو څخه د مازيګر تر شپږو بجو پورې.)

د ایرنا د خبر له مخې د ایران اسلامي جمهوریت د څوارلسمې دورې ولسمشریزې ټاکنې جمعه د چنګاښ ۸ مه په ایران او نورو هېوادونو کې په سیمه ایز وخت د سهار په اته نیمو بجو پیل شوې.

د ایران اسلامي جمهوریت د ټاکنو د مرکزي دفتر د اعلان له مخې، د دغو ټاکنو پایلې شنبې د چنګاښ ۹مه نېټه اعلانېږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .