AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۷ ۱۹:۲۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85521792
T T
۰ Persons

Tags

بشردوستانه مرستې باید له سیاسي مسایلو سره تفکیک شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وايي، بشردوستانه مرستې باید له سیاسي مسایلو سره تفکیک شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال لطیف نظري نن پنشنبې د چنګاښ ۷ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: اسلامي امارت د مرستندویه بنسټو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي تر څو د افغانستان خلکو ته مرستې په رڼه توګه ورسېږي.

د اقتصاد وزارت دغه چارواکی ټینګار وکړ چې اسلامی امارت د بشری مرستو په بهیر کې هېڅ ډول لاسوهنه او دخالت نه لري.

د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مرستیال وویل: زموږ موخه دا ده چې د مرستو د عادلانه وېش څارنه وکړو.

د ایرنا د راپور له مخې دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د استازو جرګې هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د افغانستان د سرپرست دولت له خوا له نړۍ څخه بشري مرستو ته لاس رسی منع دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .