معلولیت لرونکو کسانو لپاره په ځانګړي تعلیماتي مرکزنو کې اسانتیاوې برابرې شوې دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې رییس ویلي، په ځانګړي تعلیماتي مرکزنو کې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې رییس غلام حیدر شهامت نن پنشنبې د چنګاښ ۷ مه په کابل کې د روشندلان د تخنیکي او مسلکي زده کړو د موسسې د رییس محمد فیضي د خدمتونو ستاینه وکړه.

مولوي شهامت په دې غونډه کې وويل: د اسلامي نظام مسوولين د خداى او خلکو په وړاندې حساب ورکوونکي دي، نو بايد ورسپارل شوې دنده په سمه توګه ترسره کړي.

هغه وويل: د روشندلان په انسټيټيوټ کې د فيضي هلې ځلې د ستاينې وړ دي.

شهامت زياته کړه: د تخنيکي او مسلکي زده کړو رياست د هغو کسانو لپاره چې د اورېدلو او ليد د معلوليت لري، د زده کړو په خصوصي مرکزونو کې ټولې لازمې اسانتياوې برابرې کړي دي.

د کابل د روشندلان انسټيټيوټ استادانو او مسوولينو د تخنيکي او مسلکي زده کړو رياست له خدمتونو او د بصري او اورېدلو معلولينو ته د دغه رياست د مشرتابه د زياتې پاملرنې له امله مننه وکړه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .