په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ایرانیانو لپاره د رایې ورکولو زمینه برابروو

کابل- ایرنا- هرات کې د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ د ایران اسلامي جمهوریت سر کونسل ته ډاډ ورکړی دی، چې هرات کې مېشتو ایرانیانو ته به د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو کې د رایې ورکولو لپاره زمینه برابره کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ هرات کې د افغانستان د سرپرست دولت استازولۍ نن پنشنبې د چنګاښ ۱۷ مه د دغه وزارت د استازولۍ د رییس مولوي شېر ممحمد احمد عمار او ایران اسلامي جمهوریت د سرکونسل محمد صدیقي فر د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې لومړی د دواړو وروڼو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو ستاینه وشوه او په ورته وخت کې افغان اتباعو ته د ایران د ویزو د وېش او د هغو افغانانو د ستونزو د حل په اړه چې ایران ته ځي د لا زیاتو اسانتیاوو او په هرات کې د ایراني اتباعو د رای ورکولو په اړه په اړه خبرې وشوې.

په دې کتنه کې صديقي د ايران د ويزو د ويش په باب وويل چې په هرات کې د ايران د قونسلګرۍ له خوا هره ورځ څه د پاسه دوه زره ويزې صادريږي او موږ هڅه کوو چې دغه شمير زيات کړو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د هغو افغانانو د برخلیک په اړه هم خبرې وشوې چې له ویزې او پاسپورتونو سره سره له هغه هېواده شړل شوي دي.

 په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د استازي مرستیال رحمت الله فیضان د ایران اسلامي جمهوریت له کونسل څخه وغوښتل چې افغانانو ته د کاري ویزو د وېش لړۍ پیل کړي.

په دې کتنه کې د هرات دبهرنيو چارو وزارت سرپرست په هرات کې د ايران اسلامي جمهوريت کونسل ته يوځل بيا ډاډ ورکړ چې په هرات کې مېشتو ايرانيانو ته به د ايران جمهوري رياست په ټاکنو کې د رايې ورکولو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ ټاکل شوې په ایران کې سبا جمعه د چنګاښ په ۲۰مه د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .