د ملګرو ملتونو امنیت شورا حقاني ته نوی معافیت په پام کې نیولی دی

کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی دی، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ته یې اجازه ورکړې، چې متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پنشنبې د چنګاښ ۷ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، سراج الدین حقاني د روان کال د جون میاشتې له اولې تر پنمې پورې د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ښار ته سفر کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اعلامیې پر بنسټ د دغه سفر موخه د امنیت، سولې او ثبات په اړه په سیمه ییزه غونډو کې ګډون وو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دې وړاندې سراج الدین حقاني او د سرپرست دولت دریو نورو غړو ته اجازه ورکړې وه، چې د حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

په همدې حال کې د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد د غبرګولي په ۱۴مه (د جون ۳مه) اعلان وکړ چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق او انس حقاني چې د دې ډلې یو له جګپوړو غړیو څخه دي، متحده عربي اماراتو ته تللې او د دغه هېواد د حکومت له مشر شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره یې کتلي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .