AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۷ ۱۱:۵۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85521453
T T
۰ Persons

Tags

په نړیوالو مرستو کې د اسلامي امارت دخالت په کلکه ردوم

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال یو ځل بیا په نړیوالو مرستو کې د سرپرست دولت د دخالت خبره په کلکه رد کړه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال لطیف نظري نن پنشنبې د چنګاښ ۷ مه د امریکا په کنګره کې نړیوالو مرستو ته د سرپرست دولت د نه لاس رسي د لایحې تصویب ته په غبرګون کې یو ځل بیا په نړیوالو مرستو کې دخالت رد کړ.

نظري څرګنده کړه: اسلامي امارت یوازې د مرستو د وېش څارنه کوي او علت یې دا دی چې دغه مرستې نه ضایع کېږي او په اړو کسانو ویشل کېږي، خو موږ په کلکه دا ردوو چې ګنې د اسلامي امارت د لاس لرلو په اړه ځینې راپورونه شته.

د ایرنا د راپور له مخې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې بهرنیو مرستو ته د سرپرست دولت لاس رسی منع شوی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .