AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۷ ۱۱:۵۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85521444
T T
۰ Persons

Tags

د کډوالو چارو وزارت کې د بې ځایه شویو د شمېر د یووالي په موخه لومړنۍ ناسته ترسره شوه

کابل- ایرنا- د داخلي بې ځایه شویو د شمېر د یووالي په موخه تخنیکي غونډه د کډوالو چارو وزارت، کډوالۍ نړیوال سازمان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مرکزي رییسانو په حضور کې کابل کې تر سره شوه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او راستېندونکو چارو وزارت نن پنشنبې د چنګاښ ۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمود الحق احدي په دغه ناسته کې د کډوالو د نړیوالې ادارې او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له هڅو ستانیه او پر دوه اړخیزه همکاریو یې ټينګار وکړ.

د خبرپاڼې پر اساس په دې ناسته کې د یادو شویو بنسټونو استازو د کډوالو چارو وزارت له همکاریو ستاینه وکړه زیاته یې کړه، چې د کډوالو دقیق شمېر به د هغوی د ستونزو په حل کې ګټور تمام شي.

د کډوالو او راستېندونکو چارو وزارت مرکزي رييس هم د بې ځايه شويو کسانو د کره شمېرې په معلومولو او په دقيقه توګه د دوى د ستونزو د حل کولو د مرستو او همکاريو په اړه ټینګار وکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .