په وروستیو دریو کلونو کې پنجشېر کې د خبریالانو پر وړاندې هېڅ تاوتریخوالی نه دی شوی

 کابل- ایرنا- د پنجشېر ولایت مرستیال وايي له یو شمېر خبریالانو سره ناسته کې و ویل، چې د اسلامي دولت له راتګ څخه تر اوسه پورې دغه ولایت کې له خبریالانو سره هېڅ ډول تاوتریخوالی نه دی ثبت شوی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نن پشنبې د چنګاښ ۷ مه په یوه خبرپاڼه کې له یو شمېر خبریالانو سره د دغه ریاست د همغږۍ ناستې خبر ورکړی دی، چې په کې د دولتي ادارو او رسنیو د بنسټونو تر منځ پر همغږۍ، اطلاعاتو ته پر وخت لاس رسي او د خبریالانو د کار په څرنګوالي په کې خبرې شوې دي.

د پنجشير مرستيال والي ملا شاه ملنګ روح الله چې د دغې غونډې په پرانستلو کې يې خبرې کولې وويل چې رسنۍ په انساني ټولنه کې د سترګو او غوږونو حيثيت لري او همدا رسنيز بنسټونه دي چې د ټولنې نيمګړتياوې په دوامداره توګه منعکسوي.

هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د خپلې تګلارې له مخې له خبریالانو او رسنیزو بنسټونو ملاتړ کوي او د اسلامي دولت له جوړېدو راهیسې په پنجشیر ولایت کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کومه قضیه نه ده ثبت شوې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .