AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۷ ۱۱:۵۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85521413
T T
۰ Persons

Tags

حیفا کې د صهیونیستي رژيم په بېړۍ د یمن او عراق د مقاومت ځواکونو ګډ عملیات

کابل- ایرنا- د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په حیفا بندر کې د صهیونیستي رژیم پر یوه بېړۍ د یمن او عراق د اسلامي مقاومت د ځواکونو د ګډو عملیاتو خبر ورکړی دی.

د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع چهارشنبې د چنګاښ ۶ مه و ویل، د فلسطین په ملت د ظلم او ستم او په غزه کې د صهیونیستي دښمن د ډلیزو وژنو په ځواب کې د یمن وسله والو ځواکونو د عراق اسلامي مقاومت په همکارۍ او د الله ج په مرستې سره په حیفا بندر کې د اسرائیلو د  (MSC Manzanillo) په بېړۍ د بې پیلوټه الوتکو په واسطه عملیات وکړل.

هغه ټینګار وکړ: د یمن وسله وال ځواکونه به د خدای تعالی په نصرت سره د غزې په تراډه کې د فلسطیني ملت د تېري او کلابندۍ تر ختمېدو پورې د عراق له اسلامي مقاومت سره خپلو ګډو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

د یمن وسله والو ځواکونو له دې مخکې هم د صهیونیست رژیم د هدفونو په وړاندې د عراق له اسلامي مقاومت سره څو ګډ عملیات ترسره کړی وو.

د ایرنا د خبر له مخې د یمن پوځ په تېرو میاشتو کې په غزې تراډه کې د فلسطین د ولس له مقاومت څخه په ملاتړ د صهیونیستانو څو بېړۍ چې د صهیونیستي رژیم د نیواکګرو سیمو او د باب المندب تنګي کې د صهیونیستي رژیم د تېریو په حال کې دي په نښه کړي دي.

د یمن د پوځ ځواکونو ژمنه کړې ده چې د صهیونیست رژیم لخوا د غزې په تراډه د خپلو بریدونو د بندولو لپاره د دغه رژیم په بېړیو یا په سور سمندرګی کې د نیواک شویو سیمو د تېرېدو لپاره په بېړیو حملو ته دوام ورکوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .