AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۷ ۱۱:۵۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85521410
T T
۰ Persons

Tags

بامیانو کې د سېلابونو له امله ۱۷ تنه مړه او لادرکه شوي دي

کابل- ایرنا- د بامیان سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله ۷ تنه مړه شوي او ۱۰ تنه لادرکه دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د بامیان ولایت سیمه ییزو چارواکو چهارشنبې د چنګاښ ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د یکاولنګ په لومړۍ ناحیه کې سېلابونو ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي: د یکاولنګ د لومړۍ حوزې د دوزدان چشمه، هزار چشمې او پودینه تو په کلیو کې د چهارشنبې په ماښام د سېلابونو له امله اوه تنه مړه او لس تنه نور ورک شوي دي.

د باميانو سيمه ييز چارواکي وايي، په دې ورښتونو کې ٣٥ څاروي، یوه اندازه کرنيزې ځمکې او د سړکونو په ګډون د استوګنې يو شمېر کورونه هم ويجاړ شوي، چې خلکو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي.

د باميانو والي مل پاسوال عبدالله سرحدي د سېلاب له امله د رامنځته شويو زيانونو د مخنيوي او د سېلاب ځپلو او په تېره بيا د سېلابونو له امله د ورکو شويو کسانو د ژغورنې په موخه دې ولسوالۍ ته لاړ، د حجر چشمه او پودینه تو په کلیو کې د لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره پر وخت د تجهیزاتو او ماشینونو (اسکواټور) لټون عملیات پیل شوي.

نوموړي د سېلاب د لارو بندولو او له سړک او کروندو څخه د سيلابونو د لارې ګرځولو او د سيلابونو په پاکولو سره يې په کرنيزو ځمکو کې د احتمالي سېلابونو او د استوګنې د کورونو د بشپړ تخريب مخه ونيوله.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د قربانیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شته.

د ایرنا د خبر له مخې سږ کال د هېواد په بیلا بیلو ولایتونو کې د سېلابونو په نتیجه کې په زرګونو کسان مړه او په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه او د استوګنې کورونه ویجاړ شول.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .