د روان کال د غوايي میاشت کې د افغانستان صادارات ۱۱۴.۶ میلیون ډالرو ته رسېدلي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اعلان کړی دی، چې روان کال په غوايي میاشت کې د افغانستان ټول ټال صادارات ۱۱۴.۶ میلیون ډالر او د وارداتو کچه ۹۵۰.۵ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن چهارشنبې د چنګاښ ۶ مه د روان ۱۴۰۳ کال د غوايي میاشت کې د صادراتو او وارداتو ارقام راټول، تحلیل او اعلان کړي دي.

د دې ادارې د راپور له مخې، د ١٤٠٣ کال په وروستۍ مياشت کې د هېواد د صادراتو ټوليز ارزښت ٩٥.٦ ميليونه ډالرو ته رسېده؛ د شمېرو شننه ښيي چې د غوايي په ١٤٠٣ کال کې د ١٤٠۲ کال د غوايي مياشتې په پرتله په صادراتو کې ١٩ ميليونه ډالره زياتوالى راغلى دى.

د دې ادارې د شمېرو پر بنسټ، د هېواد ټول وارداتي ارزښت د ١٣٠٣ لمريز کال په غويي مياشت کې ٦٥٠ ميليونه ډالرو ته رسېدلى و، چې د روان کال د ثور په مياشت کې ٣٠٠.٥ ميليون ډالره زياتوالى راغلى دى.

شمېرې ښيي چې د ثور په ۱۴۰۳ کال کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته او تر ټولو ډېر واردات له ایران، چین او پاکستان څخه وو.

د دې ادارې په راپور کې راغلي چې د هېواد په صادراتو کې صادرات او بیا صادرات شامل دي او په وارداتو کې د محصولاتو او غیر محصولاتو واردات شامل دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .