AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶ ۱۱:۱۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85520385
T T
۰ Persons

Tags

پاکستان له یوه میلیون زیات ثبت شوي افغان کډوال وباسي

کابل- ایرنا- په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي د خپل هېواد څخه د یو میلیون څخه زیاتو ثبت شویو افغان کډوالو د ایستلو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم سه شنبې د چنګاښ ۵ مه مازیګر مهال د ملګرو ملتونو ټولنیزه او اقتصادي غونډه کې و ویل: یو میلیون افغانان اصلآ ثبت شوي نه دي او زرګونه نور پرته له هر ډول اسنازو په پاکستان کې ژوند کوي.

ده وويل: دا مهال په دغه هېواد کې يو نيم ميليون راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي او ډېر ژر به بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج له پرېکړې سره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په پرله پسې ډول د پاکستان دغه پرېکړه غندلې او هغه یې د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف بللې ده.

د ایرنا د راپور له مخې، تېر کال د پاکستان حکومت پرېکړه وکړه چې له یو نیم میلیون ډېر افغان کډوال په زوره له هېواده وباسي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .