AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶ ۱۱:۱۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85520338
T T
۰ Persons

Tags

کابل له چین څخه د افغانستان د روغتیايي مرکزونو د هراړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د عامې روغتیا وزارت سرپرست د چین له سفیر سره لیدنه کې د روغتیا برخه کې د دغه هېواد د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د عامې روغتیا وزارت نن چهارشنبې د چنګاښ ۶ مه کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره د دغه وزارت د سرپرست نور جلال جلالي د لیدنې خبر ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، د چین له خوا د جوړو شویو روغتیايي مرکزونو د هراړخیز ملاتړ، په روغتیايي برخه کې د پانګونې او د ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې اړینې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د روغتیا په برخه کې د هراړخیزې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .