په دریو میاشتو کې څه د پاسه سل زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د بامیانو له ښکلاوو لیدنه کړې

کابل- ایرنا- د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکو اعلان کړی چې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې سل زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د بامیانو ولایت له جاذبو څخه لیدنه کړې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د باميانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولوي صفي الله رائد نن چهارشنبې د چنګاښ ۶مه باميانو ولايت ته د ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د سفر خبر ورکړ.

د باميانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياته کړه: يوازې په تېرو دريو مياشتو کې څه د پاسه سل زرو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د باميانو له لرغونو او طبيعي آثارو څخه ليدنه کړې ده.

 د رائید په وینا، څه باندې ۹۰ زره کورنیو او ۹۲ بهرنیو سیلانیانو یوازې د کوچني اختر په شپو او ورځو کې د بامیانو له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.

 د ایرنا د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د کابو درېو کلونو په موده کې د سرپرست دولت له اغېزمنتیا او په ټول هېواد کې د امنیت له تامین سره د سیاستوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .