AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶ ۱۱:۰۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85520288
T T
۰ Persons

Tags

پاکستان: افغانستان د امریکا له اشغال وروسته امن شوی دی

کابل- ایرنا- د پاکستان د دفاع وزیر وايي، پر افغانستان د امریکايي اشغال له پای ته رسېدو وروسته دغه هېواد امن او خوندي شوی دی.

کابل کې د ایرنا د خبریال د راپور له مخې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د چنګاښ ۵ مه له یوې پاکستانی رسنۍ سره په خبرو کې په خپل دریځ کې په واضح بدلون سره وویل له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته په سیمه کې ویره کمه شوې او دا خاوره اوس خوندي ده.

د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړه، چې د افغانستان سرپرست دولت باید له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د حل لارو ملاتړ وکړي.

هغه څرګنده کړه، کله چې امریکا له افغانستانه ووتله او کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، اوس په سیمه کې ترهګري ډېره کمه شوې ده، لکه د پخوا په څېر نه ده چې کله امریکا وه. اوس د افغانستان خاوره خوندي ده، خو بهر ترهګر شته، چې کله په روسیه او کله هم زموږ په هېواد او نورو هېوادونو کې راڅرګندېږي.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د دفاع وزیر له دې مخکې ویلي وو چې په پاکستان کې د ترهګرۍ سرچینه له افغانستانه ده او ترهګر په افغانستان کې اډې لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .