مقتي: د اسلامي امارت پلاوی به د ذبیح الله مجاهد تر مشرۍ لاندې دوحې غونډه کې ګډون وکړي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د اسلامي امارت پلاوی به د ذبیح الله مجاهد تر مشرۍ لاندې دوحې غونډه کې ګډون وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند عبدالقهار بلخي سه شنبې د چنګاښ ۵ مه ناوخته پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: د دوحې په راتلونکې غونډه کې د ګډون په موخه د همغږۍ غونډه د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ جوړه شوه.

خبرځاى زياته کړه: د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد؛ په دې غونډه کې د مرکزي بانک مرستيال نوراحمد اغا، د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معين ملا عبدالحق او د صنايعو او سوداګرۍ وزارت سلاکارانو هم حضور درلود.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل: د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه له لارښوونې سره سم به د دوحې په راتلونکې غونډه کې د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ پلاوی ګډون وکړي.

د غونډې ګډونوالو په دوحه کې د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي له غړو سره په راتلونکې غونډه کې د افغانستان پر مالي او بانکي سیستم د بندیزونو، د خصوصي سکتور د پرمختګ پر وړاندې د ننګونو، د مخدره توکو په وړاندې مبارزې او د افغان حکومت پر کړنو خبرې وکړې. 

د ایرنا د خبر له مخې ټاکل شوې ده د دوحې درېیمه غونډه د روانې میاشتې په ۱۰ مه د ملګرو ملتو په کوربه توب په قطر کې د افغانستان په چارو کې د دغه هیواد د خاصو استازیو په شتون سره ترسره شی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .