AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۵ ۱۶:۲۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85519780
T T
۱ Persons

Tags

د اسلامي امارت سیاست د ملی ګټو او خلکو د غوښتنو پر اساس نیول کېږي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال د بېلا بېلو ولایتونو له علماوو او مخورو سره لیدنه کې و ویل، چې د اسلامي امارت سیاست د ملي ګټو او خلکو د غوښتنو پر اساس پلی کېږي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن سه شنبې د چنګاښ ۵ مه د یو شمېر ولایتونو له علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دې ناستو کې له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلو مشرانو او علماوو د سیمه ییزې حکومتوالۍ او پرمختګ په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

دوی د سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه د اسلامي امارت د دریځ د ملاتړ په ترڅ کې وویل، چې د افغان حکومت متحد او څرګند نظر د ملي ګټو لپاره ګټور دی.

 په دې ناسته کې علماوو او مخورو له دولتي ادارو سره د خلکو د همکارۍ د پراختیا په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړل.

مولوي عبدالکبیر هم په دې غونډه کې وویل چې د اسلامي امارت تګلاره د ملي ګټو او د افغانستان د خلکو د هیلو په اساس تصویب او تطبیقیږي.

سیاسي مرستیال د باثباته او پرمختللي نظام د رامنځته کېدو لپاره د خلکو همکاري اړینه وګڼله زیاته یې کړه چې افغان حکومت د خلکو مشورو ته ارزښت ورکوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .