AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۵ ۱۶:۲۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85519766
T T
۰ Persons

Tags

د لوړو زده کړو وزارت د څار رییس د کابل طبي پوهنتون په ارزونې ټینګار وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د لوړو زده کړو وزارت د څار رییس د کابل طبي پوهنتون له رییس سره په لیدنه کې د دغه تحصیلي بنسټ پر ارزونې ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس مولوي احمدالله حماد نن سه شنبه د چنګاښ ۵ مه په دې ناسته کې د محصلانو د زده کړو د بهیر د ارزونې، د زده کړو د دورې او د زده کړو د بهیر د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د کابل د طبي علومو پوهنتون د رهبري محصلینو عملي کار او د دې تحصیلي بنسټ په ارزونه ټینګار وکړ.

د کابل طبي پوهنتون علمي مرستیال نجیب الله امرخېل وویل: په تحصیلي بنسټونو کې ارزونه یو مهم اصل دی او ستونزې او نیمګړتیاوې حلوي او په دې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې له بورډ سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .