AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۵ ۱۶:۱۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85519708
T T
۰ Persons
سلګونه افغان کډوال په زور له پاکستان څخه را وایستل شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه د سلګونو افغان کډوالو په جبري توګه د را ایستلو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او بېرته راستېندونکو چارو وزارت مسوولینو نن سه شنبې د چنګاښ ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې ۴۸۵ تنه افغان کډوال دوشنبې د چنګاښ ۴ مه د سپین بولدک او تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې: د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې ۳۹ کورنۍ چې ۲۱۱ تنه او ۸۴ تنه آزاد کسان په کې وو له دغه بندر څخه راغلي چې تر ثبت وروسته د مرستو تر لاسه کولو لپاره د کډوالو نړیوال دفتر او خوړو نړیوال پروګرام ته ورمعرفي او هرې کورنۍ ته د اسلامي امارت د کړنلارې سره سم مرسته وشوه.

خبرپاڼه کاږي: ۳۷ کورنۍ چې ۱۹۰ تنه په کې شاملې دي، له پاکستان څخه په زوره راستانه شوي او د کډوالۍ په چارو کې له ثبتولو وروسته د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت د نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .