AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۵ ۱۶:۱۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85519689
T T
۰ Persons

Tags

کرکټ افغانستان د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام پای لوبې ته لار پیدا کړه

کابل- ایرنا- افغانستان د ۲۰۲۴ کال د کرکټ شل اوریز جام سیالیو کې بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره په لومړي ځل د دغه جام نیمه پایلوبې ته لار ومونده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ دغه لوبه چې نن سه شنبې د چنګاښ ۵ مه سهار پنځه بجې وسیټ انډیز کې پیل شوې وه لومړی افغان لوبډلې توپ وهنه وکړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۵ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۱۶ منډې هدف وټاکه.

په لومړۍ پاڼۍ کې رحمن الله ګربز ښه وځلېده، خو بنګالي بالرانو لوبه کنټرول کړه او داسې ښکارېده چې لوبه به دوی وګټي.

خو د لوبې په دویمه پاڼې کې افغان توپ اچوونکو غوره توپ اچونه وکړه او بنګالۍ لوبډله یې د هدف پوره کولو ته پرېنښوده.

د بنګله دېش لوبډله په ۲۰ اور کې د ۱۰۵ منډو په جوړولو سره وسوځېده او دغه لوبه یې افغانستان د ۹ منډو په توپیر وبایلله.

د یادونې ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په نیمه پایلوبه کې د سویلي افریقا سره لوبه ولري.

د پيغام پای/

Your Comment

You are replying to: .