AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۵ ۱۱:۱۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85519549
T T
۱ Persons

Tags

له افغانستانه ګاونډیو ته د نشه یي توکو له امله کوم ګواښ نشته 

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، اوس مهال د نشه یي توکو د کرکیلې له امله د افغانستان ګاونډیانو ته کوم ګواښ نشته.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دوشنبې د چنګاښ ۴ مه ماښام په خپله اېکس پاڼه یوه خبرپاڼه خپره کړه او لیکلي یې دي: نشه يي توکي یو نړیوال ګواښ دی او له دې پدیدې سره مبارزه پکار ده، د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ګډ عمل او مبارزه.

ده وویل: د افغانستان اسلامي امارت له نشه یي توکو سره مبارزې ته ژمن دی او له نېکه مرغه په کم وخت او محدودو منابعو سره توانېدلی چې له افغانستان څخه د نشه یي توکو کرکیله له منځه یوسي.

د کورنيو چارو وزارت وياند زياته کړه: موږ په ډاډ سره ويلاى شو چې اوس مهال له افغانستان څخه ګاونډيو هېوادونو او نړۍ ته د نشه يي توکو د کرکيلې له امله کوم ګواښ نه دى رامنځته شوى او هيله لرو چې نړيوال سازمانونه هم له اسلامي امارت په ځانګړې توګه د افغان بزګرانو لپاره د بدیل معیشت برخو کې مرستې او همکارۍ وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .