AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۴ ۱۹:۱۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85519126
T T
۰ Persons

Tags

هوا پېژندنې ریاست په ۱۸ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی دی

کابل- ایرنا- د سرپرست دولت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن دوشنبې د چنګاښ ۴ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې نن او سبا به په بدخشان، بغلان، تخار، پنجشېر، پروان، نورستان، کنړ، ننګرهار، لوګر، خوست، پکتیا، میدان وردګ، کابل، بامیان، سمنګان، سرپل، فاریاب او غور ولایتونو کې سخت بارانونه وشي او سېلابونه به راووځي.

د دې ادارې د وړاندوینې له مخې به د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په شمال، لوېديځو، سوېلي او مرکزي ولايتونو کې په يو ساعت کې له ٥٠ تر ٨٠ کيلو مترو په سرعت سره د تېزو بادونو د ورېدو وړاندوينه کړې ده.

د ایرنا د خبر له مخې؛ په روان هجري لمریز کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .