کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پکتیا ولایت مسوولینو نن دوشنبې د چنګاښ ۴ مه ویلي، چې د دغه ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د غره ښویدنې په پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د چارواکو په وینا دغه پېښه د یکشنبې په ورځ د چنګاښ ۳ مه ناوخته رامنځ ته شوې، چې له امله یې دوه ښځې او پنځه ماشومان وژل شوي دي.
د پيغام پای/
Your Comment