AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۴ ۱۲:۰۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85518745
T T
۰ Persons

Tags

عدلیې وزارت د خیریه بنسټونو او ټولنو د کار پر روڼوالي ټینګار کړی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د عدلیې وزارت د انسجام ریاست عمومي رییس د خیریه بنسټونو او ټولنو د کار پر روڼوالي ټینګار کړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت عدلیې وزارت مسوولینو نن چهارشنبې د چنګاښ ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د عدلیې وزارت د انسجام ریاست عمومي رییس مولوي عبدالصمد عمري د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست، خیریه بنسټو او ټولنو ترمنځ د همغږۍ ناسته کې و ویل: خیریه بنسټونه او اتحادیې باید په خپلو چارو کې روڼتیا او نظم ته پاملرنه وکړي.

هغه د خیریه بنسټونو او اتحادیو استازو ته وویل: دوی باید خپلې ټولې چارې له قانون سره سم او د عدلیې له ریاست سره په همغږۍ ترسره کړي او له مستحقو او اړو کسانو سره په سمه توګه مرسته وکړي.

په دې کتنه کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو استازو د همغږۍ ناستې اړینې وبللې او خپل وړاندیزونه او کاري ستونزې یې شریکې کړې، چې د عدلیې وزارت د همغږۍ عمومي رئیس دوی ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .