AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۴ ۱۲:۰۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85518734
T T
۰ Persons

Tags

ډېر ژر به په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د وېش لړۍ پیل شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د خصوصي سکتور او اقتصادي مرستندویانو و ویل، ډېر ژر به په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د وېش لړۍ پیل شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبې د چنګاښ ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې له خصوصي سکتور سره د نورالدین عزیزي د اقتصادي ناستې خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼې پر بنسټ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دغه ناسته کې و ویل: د صنعتي پارکونو قانون د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا توشیح شوی دی او په نېږدې راتلونکې کې به د صنعتي پارکونو د وېش لړۍ پیل شي.

عزيزي، چې د خصوصي سکټور او اقتصادي تمويلوونکو په غونډه کې يې خبرې کولې، زياته کړه، چې په دې وروستيو کې شاوخوا زرو صنعتي شرکتونو له دغه وزارت څخه جوازونه ترلاسه کړي دي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ صنعتکاران تل په هېواد کې د خپلو تولیداتو د زیاتوالي لپاره د مناسب ځای او د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .