ملګري ملتونه: بشري حقونه د دوحې د درېیمې ناستې د اجنډا جز دی

کابل- ایرنا- د دوحې درېیمې ناست په نېږدې کېدو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند د مخکني اعلام پر خلاف اوس وايي، پر بشري حقونو، ښځو او مدني ټولو خبرې اترې د دوحې د درېیمې ناستې د اجندا له جز څخه دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اسټفان دوجاریک تېره ورځ یکشنبې د چنګاښ ۳ مه ناوخت مهال په یوه خبري ناسته کې و ویل: د دوحې ناستې د یوې پروسې برخه ده او د افغانستان ښځې او مدني ټولنې د دغو غونډو برخه ده.

هغه څرګنده کړه: د بشری حقوقو په تېره بیا د ښځو حقونه به د دغه سازمان په غونډو کې مطرح وي.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي وو، چې ملګرو ملتونو په پراخه کچه د دوحې د غونډې له اجنډا څخه د ښځو د حقونو موضوع لرې کړې ده.

خو دوجاریک وویل چې د دوحې د غونډې هدف دا دی چې سرپرست دولت دې ته وهڅوي چې له نړیوالې ټولنې سره د یوې همغږې او منظمې کړنلارې له لارې د افغانانو په ګټه خبرې وکړي، بشري حقونه او د ښځو او نجونو حقونه به خامخا د ملګرو ملتونو لخوا په ټولو بحثونو کې مهم وي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی و چې که د دوحې په درېیمه ناسته کې د ښځو د حقونو او مدني ټولنې خبرې رامنځ ته شي، نو دوی به په کې ګډون ونه کړي.

د ایرنا د خبر له مخې د روانې میاشتې په لسمه نیټه به د قطر په پلازمینه دوحه کې دریمه غونډه د ملګرو ملتو په کوربه توب د افغانستان په چارو کې د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازیو په شتون سره ترسره شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .